په روزګان ولایت کې امنیتي چارواکي وايي، د دهراوود ولسوالۍ په شاه طوري سیمه کې د ځمکې د ملکیت پر سر د څلورو کسانو ترمنځ شخړه شوې چې په پایله کې یو کس د چړو په ګوزارونو وژل شوی دی.
د ياد ولايت د امنیه قوماندانۍ ویاند بلال رزګاني له امید راډیو سره په خبرو کې ويلي، چې د پېښې تر رامنځته کېدو وروسته امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي او تورن کس یې نیولی دی.
د سیمهییزو سرچینو په وینا، شخړه د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې د ملکیت پر سر رامنځته شوې وه. دا پېښه په داسې مهال شوې چې د اسلامي امارت بيا ځلې واک ته په رسېدو سره چارواکو د قومې مشرانو او علماوو په منځګړيتوب هڅې کړې، څو د ځمکو پر سر د راولاړې شوي شخړې حل کړي او تر دې مهاله يې په لسګونه سترې او کوچنۍ شخړې حل کړې هم دي.

