ډېر لوستل شوي

خالد ځدراڼ: فرخندې د « مغزي سکتې » له امله ژوند له لاسه ورکړی

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، دوه ورځې وړاندې مړه شوې مېرمن فرخندې د خپلې کورنۍ د معلوماتو پر اساس د «مغزي سکتې» له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
ځدراڼ زیاتوي، تر پېښې وروسته په ټولنیزو پاڼو کې داسې ادعاوې خپرې شوې چې ګواکې نوموړې وېشتل شوې ده؛ خو د پولیسو د لومړنیو پلټنو پایلې ښيي چې تر اوسه هېڅ مشکوک اړخ نه دی ثابت شوی.
د ویاند په وینا، د متوفی کورنۍ هم په چا هیڅ ډول شک یا عریضه نه ده کړې، خو د قضیې پلټنې به لا هم دوام ولري.

اړوند خبرونه