ډېر لوستل شوي

افغان او تاجيکستاني چارواکو د سرحدي همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار کړی

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر او د سرحدونو د تثبیت کمېسیون مشر ملا نورالله نوري په کابل کې د تاجيکستان د امنيت دولتي کمېټې د سرحدي ځواکونو لومړي مرستيال ميرزا زاد عبدالواحد په مشري له يوه لوړپوړي پلاوي سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو پلاوو د امنیت، سرحدي ستونزو، د اړیکو پراختیا او د ګډ سرحد د تثبیت په چارو مفصل بحث کړی دی.
ملا نورالله نوري ویلي، افغانستان او تاجيکستان په اړیکو کې مثبت پرمختګونه لري او د اسلامي امارت هڅه دا ده چې له ټولو هېوادونو سره اقتصادي، سیاسي او دوستانه اړیکې پراخې کړي.
ښاغلي نوري زياته کړې، چې اسلامي امارت د نشه‌يي توکو او انساني قاچاق د مخنیوي لپاره جدي اقدامات کړي او د دې برخې په تړاو د اسلامي امارت مشرتابه فرمانونه هم نافذ دي.
د تاجيکستان د پلاوي مشر عبدالواحد په خپلو خبرو کې ویلي، افغانستان او تاجيکستان ګډ ژبني، دیني او فرهنګي مشترکات لري او د اړیکو د پیاوړتیا لپاره ښه فرصتونه برابر شوي دي.
د نوموړي په وينا، دوشنبه غواړي له افغانستان سره اقتصادي او امنیتي همکارۍ نورې هم پراخې کړي او د دواړو هېوادونو د ګډ سرحد ستونزې د تفاهم له لارې حل کړي.

اړوند خبرونه