ډېر لوستل شوي

د اطلاع‌رسونې بهیر د پیاوړتیا غونډه؛ د دولتي ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ او تعامل پر پراختیا ټینګار شوی

د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د دولتي ادارو د اطلاع‌رسونې بهیر د پیاوړتیا په هدف، د وزارتونو او خپلواکو ادارو د ویندویانو او د پلان او پالیسۍ رییسانو ناسته شوې ده.
د ارګ د اعلامیې له مخې چې په دې ناسته کې د ریاست ‌الوزراء د مقام د دفتر عمومي رئیس، ملا عبدالواسع، د اسلامي امارت مرکزي ویاند، مولوي ذبیح‌الله مجاهد، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رئیس، مولوي نعیم ‌الحق حقاني، د یاد مرکز مسئولینو او د ۴۲ امارتي ادارو د پلان او پالېسۍ رییسانو او ویندویانو ګډون کړی وو.
په ناسته کې د ادارو د اطلاع رسونې بهیر د پیاوړتیا د اهمیت او په دې برخه کې د امارتي ادارو د همکارۍ په تړاو خبرې شوې دي.
په اعلامیه کې د ملا عبدالواسع له قوله لیکل شوي چې د امارتي ادارو د فعالیتونو او لاسته‌راوړنو په تړاو د کره او دقیقو معلوماتو شریکول پر نظام د خلکو باور زیاتوي او د منفي تبلیغاتو د مخنیوي لامل کېږي.
سرچینې لیکلي چې بلخوا مولوي ذبیح الله مجاهد هم یادې ناستې ته ویلي چې اسلامي امارت په هره برخه کې ښې او ملموسې لاسته راوړنې لري او د دغو لاسته‌راوړنو په تړاو کره معلومات باید په مسلکي ډول له رسنیو او ولس سره شریک شي.
نوموړي د امارتي ادارو د نشراتي فعالیتونو پر پیاوړتیا، د اطلاع‌رسونې بهیر پر چټکتیا او د ادارو او رسنیو ترمنځ د همکارۍ او تعامل کچې پر لاپراختیا ټینګار کړی دی.

اړوند خبرونه