د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق یا یونیسف په یوه خبر کې ویلي چې د نړۍ په یوه جګړه کې هم د فلسطیني ماشومانو هومره شهیدان نه دي رامنځته شوي.
یونیسف زیاتوي چې په غزه کې د شهیدو ماشومانو شمېر تر ۱۳ زرو واوښت.
د یونیسف اجراییه مشرې کاترین رسل له یوې امریکایي رسنۍ سره په خبرو کې ویلي، چې د صهیونستانو په بریدونو کې زرګونه نور ماشومان یا ژوبل شوي یا هم نادرکه دي. د یادونې وړ ده چې صهیونست ځواکونه لا هم خپل بریدونه روان ساتلي دي. اشغالګرو په تازه بریدونو کې لسګونه مرسته اخیستونکي شهیدان کړي دي. یونیسف د فلسطیني ماشومانو یاد ارقام په داسې حال کې خپروي چې څو ورځې وړاندې نتانیاهو خپلو ځواکونو ته پر رفح ښارګوټي د بریدونو امر وکړ.