کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په ۱۱ ولایتونو کې ۱۶۱ روږدي کسان د درملنې په موخه راټول کړي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا روږدي کسان په بلخ، نیمروز، کندز، فراه، پکتیکا، پروان، میدانوردګ، پکتیا، زابل، کاپیسا او بدخشان ولایتونو کې راټول او د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو ته ورپېژندل شوي دي.
د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې په نشهيي توکو د روږدو کسانو د راټولولو لړۍ پیل شوه او دا مهال په بېلابېلو روغتیایي مرکزونو کې لسګونه زره روږدي کسان تر درملنې لاندې دي.
د ویلو ده چې له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې لسګونه زره نور تر درملنې وروسته خپلو کورنیو ته روغ سپارل شوي دي.
څه موده مخکې عامې روغتیا وزارت راپور ورکړی و چې د سږ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې له ۴۰ زرو ډېر روږدي کسان له درملنې وروسته بېرته له خپلو کورنیو سره یوځای شوي دي.

