د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو په روزګان او زابل ولایتونو کې یو زر ۹۸۰ کیلو ګرامه یامه (ومان) تر کشف او ترلاسهکېدو وروسته له منځه وړي دي.
د کورنیو چارو وزارت لیکلي چې په دې تړاو درې کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.
د یاد وزارت د یوې بلې خبرتیا له مخې چې د غزني ولایت د روضې په سیمه کې ۱۰ کیلو ګرامه شیشه او یوه اندازه نور نشهیي توکي کشف او ترلاسه شوي دي.
سرچینې لیکلي چې دا توکي د غزني ولایت لویې لارې پولیسو د روضې په سیمه کې په یو ۵۸۰ ډوله موټر کې له یو کس سره نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې چې یاد کس ۱۲۸۰ د نشې ګولۍ او یوه اندازه پوډر هم یوه بکس کې په ډېر مهارت سره ځای پرځای کړي وو.

