ډېر لوستل شوي

لوګر کې د کوچیانو له روغتیایي مرکزونو سره د ۸۳ قلمه بېلابېلو درملو مرسته شوې

عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د لوګر ولایت د کوچیانو له روغتیایي مرکزونو سره د ۱۱٫۵ میلیون افغانیو په ارزښت د ۸۳ قلمه بېلابېلو درملو مرسته شوې ده.
د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا مرستې د یو شمېر نړیوالو بنسټونو په مالي ملاتړ او د عامې روغتیا وزارت له لوري شوې چې موخه یې روغتیایي خدماتو ته د کوچیانو د لاسرسي زیاتوالی دی.
په خبرپاڼه کې د لوګر د عامې روغتیا رییس، محمد زرک ځیرک له قوله ویل شوي چې یاد درمل به د کوچیانو د روغتیایي ستونزو په حل کې اغېزمن رول ولري او هغو کوچیانو ته د لومړنیو روغتیایي خدمتونو په برابرولو کې ګټور بلل شوي چې د ژوند ډېره برخه یې په تګ‌ راتګ تېرېږي.
نوموړي له ټولو روغتیایي کارکوونکو غوښتي چې دا درمل له ځنډ او خنډ پرته تر ناروغانو ورسوي، ترڅو اړمن کسان ترې ګټه واخلي.
د روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې په لوګر ولایت کې کوچیانو ته د روغتیایي خدمتونو د لا پیاوړتیا لپاره هڅې روانې دي.

اړوند خبرونه