د دایکنډي ولایت امنیې قومانداني د نشهيي توکو پر ضد د درې ورځنیو منظم عملیاتو په دوام کې ۳۵ تنه روږدې له ښاره راټول کړي او د درملنې لپاره یې د دغه ولایت ۲۰۰ بستریز حمایوي مرکز ته لېږلي دي.
د يادې قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، دغه عملیات د رهبري مقام د لارښوونې او د کورنیو چارو وزارت د نشهيي توکو ضد معینیت د پالیسیو له مخې ترسره کېږي، چې موخه یې د نشهيي توکو د پېر او پلور، قاچاق، خپرېدو او له دې امله د معتادینو د شمېر د زیاتېدو مخنیوی دی.
د ولایت امنیې قوماندانۍ مشرتابه د خلکو د همکارۍ ستاینه کړې او له وګړو یې غوښتي چې د سالمې ټولنې د جوړولو، د خوندي چاپېریال رامنځته کولو او د ځوان نسل د ملاتړ په برخه کې خپلې همکارۍ لا زیاتې کړي.
د ۲۰۰ بستریز مرکز مسوولین وایي، یوازې په تېرو دوو اوونیو کې ۱۴۵ تنه روږدي کسان له ښاره راټول شوي او د درملنې تر پروسې لاندې دي.

