ډېر لوستل شوي

میدان‌وردګ کې ۴۰ ژورې څاګانې کیندل کېږي

د میدان‌وردګو مسوولین وایي، د یاد ولایت په مرکز، نرخ او سیداباد ولسوالیو کې د ۴۰ ژورو څاګانو د کیندنې چارې پیل شوې دي.

امید راډیو ته د دغه ولایت کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست په رالېږل‌شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په دې څاګانو نږدې څلور میلیون افغانۍ مصرف راځي او چارې یې د یوې غونډې پرمهال د کليو د بيارغونې او پراختيا وزير، ملا محمد یونس اخندزاده او مل پلاوي په شتون کې پیل شوې دي.

سرچینې لیکلي، چې دا پروژې د مسلم هنډ همکارې مؤسسې په مالي ملاتړ پلې کېږي، او د څاګانو د صوفې کانکريټ او د لاسي بمبو کېنول هم پکې شامل دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د یادو پروژو د کار په جریان کې به لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به یې ۷ زره کسان د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

اړوند خبرونه