ډېر لوستل شوي

نورالدین عزیزي د هندي درملو د صادراتو پراختیا شورا له غړو سره کتلي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي او د هندي درملو د صادراتو پراختیا شورا غړو په کتنه کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پراختیا او د درملو صادراتو پر زیاتوالي ټینګار شوی دی.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې هندي لوري افغانستان ته د درملو صادراتو د زیاتولو لپاره لېوالتیا څرګنده کړې او په افغانستان کې یې د ګډې پانګونې او د درملو فابریکو د جوړولو لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی دی.
سرچینې لیکلي چې دواړو لوریو همداراز د درملو وارداتو، کیفیت ښه‌کولو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د درملو د سوداګرۍ په پروسه کې د ننګونو د حل په اړه هم بحثونه کړي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې نورالدین عزیزي د یادې شورا غړو ته د درملو د سوداګرۍ په برخه کې د اسلامي امارت چمتووالی څرګند کړی، او هوکړه شوې چې د افغانستان د درملو سکتور چارواکي به په هند کې د پرمختللو او معتبرو درملو فابریکو څخه لیدنه کوي.
په دې کتنه کې دا هوکړه هم شوې چې د هند د درملو سکتور یو پلاوی به کابل ته سفر کوي او په افغانستان کې به د درملو فابریکو د جوړولو او صادراتو پراختیا عملي اړخونه وڅیړي.

اړوند خبرونه