ډېر لوستل شوي

کندوز کې یو افغان سوداګر د پستې باغونو او تازه مېوو مارکېټ جوړوي

د کندوز مسوولین وايي چې افغان سوداګر «شاه جهان» د کندوز ولایت د علي آباد ولسوالۍ په (۱۰۰۰) زره جریبه امارتي ځمکه باندې د پستو د باغونو جوړولو او د دې ولایت ښار کې د (۷۰۰۰۰۰) اووه لکه ډالرو په ارزښت یو باب د تازه مېوو مارکېټ او د (۶۰۰۰۰۰) شپږ لکه ډالرو په ارزښت د شمالختیځ زون په کچه د تازه مېوو د ساتلو معیاري سټور جوړوي.
د دغه ولایت د کندوز ولایت مقام رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړي دا ژمنه د دغه ولایت مرستیال والي، مولوي حبیب الرحمن صهیب سره په کتنه کې کړې دي.
سرچینې لیکلي چې د کندوز ولایت مرستیال د یاد افغان سوداګر دا اقدام ستایلی او ویلي یې دي چې د ولایت رهبرۍ د سوداګرو او خصوصي سکتور لپاره د سهولتونو برابرولو او ملاتړ ته ژمنتیا لري.
د خبرپاڼې له مخې چې د کندوز مرستیال والي د پستو باغونو جوړولو په خاطر د افغان سوداګر دا وړاندیز د کرنې ریاست ته راجع کړی، ترڅو د ځمکې برابرولو او نورو برخو کې ورسره لازمه همکاري وکړي.

اړوند خبرونه