غزني کې د افغاني سرې میاشتې مسوولین وایي چې د دې ټولنې له لوري په یاد ولایت کې له ۱۰۰۰ راستنو شویو کډوالو کورنیو سره ۱۵ میلیون افغانۍ نغدي مرسته شوې ده.
امید راډیو ته په رالېږلشوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا مرسته د سره صلیب په مالي همکارۍ شوې چې سروې یې یوه میاشت مخکې د BDRT ټېمونو له لوري د غزني مرکز په بېلابېلو سیمو کې شوې وه.
سرچینې لیکلي چې په دې زرو کورنیو کې هرې کورنۍ ته ۱۵ زره افغانۍ ورکړل شوې دي.
بلخوا مرسته ترلاسهکوونکو له افغاني سرې میاشتې مننه کړې، خو په راتلونکي کې یې د نورو مرستو غوښتنه هم کړې ده.
مسوولینو همداراز ویلي چې د افغاني سرې میاشتې له لوري به په جاغوریو ولسوالۍ کې له ٣٠٠ کډوالو کورنیو سره هم څلورنیم میلیون افغانۍ مرسته وشي.

