د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی چې د هېواد په ۱۷ ولايتونو کې به نن (دوشنبه، ليندۍ درېيمه) د ماشومانو د ګوزڼ (پوليو) واکسين پيل شي، چې په لړ کې به له پنځو کلونو څخه کم عمره ۷ میلیونه ماشومان واکسین شي.
ياد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پولیو ضد واکسین کمپاین په څلورم پړاو کې، چې (د قوس تر ۶مې) پورې به دوام وکړي، شاوخوا ۷.۴ میلیونه د پنځو کلونو کم عمره ماشومان به د پولیو ویروس په وړاندې واکسین شي.
د مسوولينو په وينا، دا کمپاین به د افغانستان په مرکزي، سوېلي، ختیځ، لویدیځ، شمالي او شمال ختیځو برخو کې پلي شي.
بايد وويل شي، پولیو یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او یوازې واکسین کولای شي له دې ناروغۍ څخه د ماشومانو ژوند وژغوري.

