په پاکستان کې د اسلامي امارت پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف د پاکستان پوځي رژيم د تېرې شپې بریدونه په سختو ټکو غندلي او هغه یې د افغانستان پر ملي حریم ښکاره تېری بللی دی.
ښاغلي ضعیف ویلي، چې په ګربزو ولسوالۍ کې د بېګناه ښځو، ماشومانو او نورو ملکي وګړو شهيدانول د «پنجابي پوځي رژیم د بېکفایتۍ او فساد بزدلانه عمل» دی.
نوموړي ټینګار کړی، چې دا ډول کړنې ښيي پاکستان د سولې لپاره نه لیوالتیا لري او نه وړتیا، او د خپل هېواد په امنیت او ثبات کې هم پاتې راغلی دی.
ضعیف د پېښې د قربانیانو لپاره د عالي اجر او د کورنیو لپاره د صبر جمیل دعا کړې ده.

