د اقتصاد وزیر قاري دين محمد حنیف د «مرسي کوپس» نړیوالې بشرپالې ادارې له سیمهییزې مسوولې سانا جانسن او د دې ادارې له مشرې ماریانا وانسهن سره کتلي دي.
ياد وزارت وايي، په دې ناسته کې د افغانستان د اقتصادي همکاریو پراختیا، د اقلیم بدلون پر وړاندې ګډې مبارزې، او د کرنې او انرژۍ د سکتورونو ملاتړ محوري بحثونه وو.
د «مرسي کرېپس» ادارې سیمهییزې مسوولې ډاډ ورکړی چې دغه اداره به په افغانستان کې خپلې مرستندویه هڅې روانې ساتي، او په ځانګړي ډول به د راستنېدونکو کورنیو ملاتړ، د اوبو رسونې او پاکو اوبو ته د لاسرسی پروژو پیاوړتیا، د کرنې سکتور ملاتړ، د انرژۍ په برخه کې تخنیکي او بنسټیزو اسانتیاوو ته وده، چاپېریال ساتنه او اقلیمي پروژې، او د کوچنیو کاروبارونو د پیاوړتیا پروګرامونو پر لارو چارو تمرکز زیات کړي.
اقتصاد وزارت وايي چې دغه ډول همغږي شوې ناستې د بشري همکاریو د پراختيا او د اقتصادي پروژو د اغېزمنتیا لپاره مهمې دي.

