د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د یو لوړپوړي پلاوي په ملتیا په رسمي سفر ترکیې ته تللی دی.
ياد وزارت وايي، دغه سفر د روغتیايي تجربو تبادلې، د علمي مرکزونو لیدنې او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیا په برخه کې د همکاریو د پراختیا لپاره ترسره کېږي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، پلاوی به د سفر پر مهال له بېلابېلو روغتیايي او علمي مرکزونو لیدنه وکړي، له ترکيې دولتي او روغتیايي چارواکو سره به د اړیکو، تجربو او همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړي، او د روغتیا په برخه کې د همغږۍ د لا زیاتېدو وړاندیزونه به مطرح کړي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې سفر کې د وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم، د نړیوالو اړیکو او مرستو د انسجام رئیس مولوي محمد داود منصوري، د پلان او پالیسۍ لوی رئیس ډاکټر سید رسول منګل، د معالجوي طب لوی رئیس ډاکټر وحدت الکوزی او یو شمېر نور مسوولین ملتیا کوي.
همدارنګه ټاکل شوې چې پلاوی به د ترکیې له دولتي او خصوصي ادارو سره جلا جلا لیدنې ترسره کړي، څو د افغانستان د روغتیايي سیستم د پیاوړتیا، د نوو ظرفیتونو د رامنځ ته کولو او د ګډو پروګرامونو د پراخېدو لپاره ګډ کار وشي.

