ډېر لوستل شوي

موټرو کې د «جي‌پي‌اېس» نصبول؛ “له شپږو شرکتونو سره هوکړې لاسلیک شوې”

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي چې په مسافرو وړونکو او باروړونکو وسایطو کې یې د GPS دستګاوو د نصبولو لپاره له شپږو شرکتونو سره هوکړې لاسلیک کړې دي. 

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا هوکړې د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مرستیال، ملا عبدالسلام حیدري په حضور کې لاسلیک شوې دي. 

سرچینې لیکلي چې یاد شرکتونه به د لاسلیک‌شویو هوکړو له مخې په ټرانسپورټي وسایطو کې د «GPS» دستګاوې لګولي او همداراز به یاده برخه کې اړینې اسانتیاوې برابروي.

ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت څه موده مخکې هم اعلان کړی چې له ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه یې په مسافروړونکو موټرو کې شاوخوا ۸ زره جي‌‌پي‌اېس الې نصب کړې دي. د ویلو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.

اړوند خبرونه