ډېر لوستل شوي

“په هېواد کې د بېوزلۍ او بې‌‌روزګارۍ د کچې کمښت پر څرنګوالي خبرې وشوې”

د کار او ټولنیزو چارو وزیر، ملا عبدالمنان عمري د افغانانو لپاره د مرستو د انسجام (اکبر) موسسې له رییس سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د دغه وزارت د اعلامیې له مخې چې دواړو لوریو په افغانستان کې د بې‌روزګارۍ او بېوزلۍ کچې د کمښت پر څرنګوالي او حل‌لارو، د مرستو اړوند په غوره همغږۍ او اړمنو ته د هغوی په رسولو او د ځپل‌شویو هېوادوالو د ستونزو د حل پر لارو چارو خبرې کړې دي.
په اعلامیه کې د ملا عبدالمنان عمري په حواله ویل شوي چې د فقر کچې کمښت او همدارنګه د بشري مرستو د غوره وېش لپاره ضروري ده، چې د مرستو په برخه کې د پروژو په ډیزاین او تطبیق کې له دولتي ادارو په ځانګړي توګه له کار او ټولنیزو چارو وزارت سره پوره همغږي وشي.
په دې کتنه کې بلخوا د اکبر موسسې مشر نامیک حیدروف ژمنه کړې چې له مرستندویه موسسو سره به د افغاني ټولنې د واقعي وضیعت تصویر شریکوي او هڅه به کېږي چې په ټولو پروژو کې د اسلامي امارت وړانديزونه او نظریات په پام کې ونیول شي.

اړوند خبرونه