ډېر لوستل شوي

د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال له ترکي پانګوالو سره د بېلابېلو پروژو پر تطبیق خبرې کړې

د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو مرستیال، مجیب الرحمن عمر اخندزاده له یو شمېر ترکي پانګوالو او د عوفي بهرام شرکت له رییس سره کتلي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دواړو لوریو د افغانستان د اوبو په برخه کې د زیربنایي پروژو د تطبیق لپاره د پانګونې فرصتونو او د ترکي شرکتونو د مشارکت په اړه خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې د اوبو مرستیال ترکي پانګوالو ته د پنجشیر د اوبو لېږد پروژه، د للندر شاتوت بند پروژه او څو نورې مهمې پروژې د پانګونې لپاره د مناسبې زمینې په توګه وړاندیز کړې دي.
سرچینې لیکلي چې بلخوا ترکي پانګوالو هم همکارۍ ته د لېوالتیا په څرګندولو سره ویلي چې په افغانستان کې د اوبه‌يیزو پروژو د پلي‌کولو په برخه کې پانګونې او مشارکت ته بشپړ چمتووالی لري.

اړوند خبرونه