د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال قاري عبدالولي صدیقي د «ایډز نړيوالي ورځې» په مناسبت غونډې کې د «HIV» ناروغۍ ساري بللې او په وينا يې چې دا ناروغۍ د انسان دفاعي سیستم له منځه وړي.
د اميد راډيو خبريال د ښاغلي صديقي په حواله ويلي، د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره عامه پوهاوی اړین دی او باید تر کلیو او بانډو ټولو خلکو ته ورسېږي.
قاري عبدالولي صدیقي زیاته کړې، چې د دې ناروغۍ یو لامل افغانستان ته د ځینو بهرنیو وګړو راتګ دی.
د مالي او اداري چارو مرستيال د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله په افغانستان کې د ایډز ناروغۍ سلنه کمه ښودلې او ډاډ يې ورکړی چې وزارت هڅه کوي د دې ناروغۍ فیصدي تر ممکنه حده صفر ته راښکته کړي.

