ډېر لوستل شوي

افغانستان او اوزبيکستان د کرېکټ په برخه کې د همکاریو د پراختیا هوکړه لاسلیک کړې

د افغانستان کرېکټ بورډ خبر ورکړی چې د اوزبيکستان له کرېکټ فدراسیون سره یې د کرېکټ د تخنیکي همکاریو او د دغې لوبې د ودې لپاره رسمي هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.
ياد کرېکټ بورډ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، دغه هوکړه په تاشکند کې د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ شوې ده.
د دې هوکړې له مخې به، افغانستان د اوزبيکستان له کرېکټ فدراسیون سره په تخنیکي برخو کې روزنیزې برنامې شریکوي، څو دغه هېواد کې د کرېکټ د ودې بهیر چټک شي.
همدارنګه د افغان ابدالیانو، له نولس کلنو کم عمره لوبډلو او د کورني کرېکټ مخکښې لوبډلې به په اوزبيکستان کې د هغه هېواد له لوبډلو سره دوه اړخیزې سیالۍ ترسره کوي.
د کرېکټ بورډ په وینا، دا ګام نه یوازې د کرېکټ په برخه کې د سیمه‌ییزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره مهم دی، بلکې د ځوانو افغان لوبغاړو لپاره به د نړیوالو تجربو د تبادلې نوې دروازې هم پرانیزي.

اړوند خبرونه