ډېر لوستل شوي

د خوست علیشېرو وحشیانه پېښې یو تن قاتل سبا قصاص کیږي

د خوست ځايي مسوولینو خبر ورکړی، چې سبا سه شنبه د خوست ولایت ورزشي لوبغالي کې د علیشېرو ولسوالۍ زړه بوږنونکې پېښې یو تن قاتل باندې د قصاص الهي حکم تطبیق کیږي.

د خوست علیشېرو «بوخانه» سیمه کې د تېر ۱۴۰۳ کال د سلواغې میاشتې په ۹مه د یوې کورنۍ د ماشومانو او ښځو په ګډون ۱۳ تنه غړي یوځای په ډلییز ډول د نامعلومو کسانو لخوا شهیدان شول.

د یاد ولایت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، چې د یادې پېښې یو تن قاتل سبا قصاص کیږي.

په دې اړه خبرپاڼه کې له عامو خلکو، علماوو او مسوولینو څخه غوښتل شوي، چې د دې صحنې لیدو لپاره د خوست ورزشي لوبغالي ته راشي.

د یادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت بیا حاکمیت را وروسته په ګڼو قاتلینو د قصاص الهي حکم تطبیق شوی دی، چې د شرعي حکم دا عملي کېدل له تود هرکلي سره مخ شوي.

اړوند خبرونه