ډېر لوستل شوي

ایران کې د افغان کډوالو لپاره د هویت د تثبیت دوه مرکزونه پرانیستل شوي

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د افغان کډوالو د اسانتیا په موخه د ایران د مشهد او زاهدان په ښارونو کې د هویت د تثبیت دوه مرکزونه د رسمي مراسمو په ترڅ کې پرانيستي دي.
د يادې ادارې وياند محمد حليم رافع وايي، په دغه مراسمو کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو مرستیال مولوي محمد نبي نصرت، په مشهد کې د افغانستان سرکونسل مفتي نورمحمد متوکل، د ادارې د څار او ارزونې رييس او د هویت د تثبیت مرکزونو چارسمبالي توریالي ژواک، د مرکز کارکوونکو او یو شمېر افغان کډوالو ګډون کړی وو.
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، یاد مرکزونه به د افغان کډوالو د هویت تثبیت، اسنادو ترتیب او اړوندو چارو د چټک کولو لپاره مهم رول ولري او په ایران کې مېشتو افغانانو ته به د خدمتونو وړاندې کول لا اسانه کړي.

اړوند خبرونه