ډېر لوستل شوي

پروان کې د سړک جوړونې دوه مهمې پروژې لاسلیک شوې

د ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې د زیربنایي پلانونو په دوام په پروان ولايت کې د سړک جوړونې دوه مهمې پروژې لاسلیک شوې دي.

د ياد وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس په وینا، لومړۍ پروژه  د کوه‌صافي سړک ۲۰ کیلومټره پروژه ده چې د ۶۴۱ میلیونه افغانیو په ارزښت او دويمه د بګرام- جبل السراج سړک دی چې د ۳۴۲ میلیونه افغانیو په ارزښت رغول کیږي.

د ټولګټو وزارت ټينګار کړی چې د دواړو پروژو عملي چارې به ژر پیل شي.

اړوند خبرونه