ډېر لوستل شوي

هرات کې د امنیتي ځواکونو بريالي عملیات؛ میلیونونه افغانۍ او غلا شوي توکي بیرته ترلاسه شوي

 د هرات امنیتي ځواکونو په یوه میاشتنیو عملیاتو کې ۸۸ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي دي.

د هرات امنیه قوماندان شیخ نقیب‌الله عزیزی ویلي چې د ښار او ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې ۸۸ تنه د قتل، وسله‌والو غلاوو، د وسایطو او موبایلونو غلا، د ناقانونه وسلو لیږد او نورو جنایي قضیو په تور نيول شوي دي.

د ښاغلي عزيري په وینا، د عملیاتو پر مهال ۳۹ لکه افغانۍ، ۱۸ وسایط، ۵۳ موبایلونه او ۱۶۹ زره افغانۍ بیرته اصلي خاوندانو ته سپارل شوي دي.

مسوولينو زياته کړې، له څلورو میلیونو څخه ډېرې نغدې او نور غلا شوي توکي به هم نن خپلو خاوندانو ته وسپارل شي.

شیخ عزیزي دغه راز زیاته کړې چې د ښار د امنیت د ښه والي لپاره په شیدایي او خوش رود سیمو کې دوه نوې امنیتي حوزې او څلور امنیتي ماموریتونه فعال شوي، او د ټاپي سترې پروژې امنیت په بشپړه توګه خوندي دی.

اړوند خبرونه