ډېر لوستل شوي

خوست کې ۱۱۰ سرحدي پولیس له روزنیز کورس څخه فارغ شوي

کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د خوست ولایت نړیوال هوایي ډګر قومندانۍ اړوند د سرحدي پولیسو ۱۱۰ افسران، ساتنمنان او ساتونکي له اداري او لوژستیکي روزنیز کورس څخه بریالي فارغ شوي دي.

د دغه وزارت په اېکس پاڼه لیکل شوي چې یاد روزنیز کورس د سرحدي پولیسو د ظرفیت لوړونې او مسلکي وړتیاوو د پراختیا په موخه جوړ شوی و، چې پکې ګډونوالو ته د اداري اصولو، لوژستیکي خدماتو، راپور جوړونې، د دفترونو د تنظیم، د اسنادو ساتنې او د نظم و ترتیب اړوند مهم مهارتونه ور زده شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې: “د فراغت مراسمو په ترڅ کې فارغینو ته فراغت‌لیکونه ورکړل شول، او مسوولینو له هغوی وغوښتل چې خپلې زده کړې په عمل کې وکاروي او د اسلامي نظام چوکاټ کې د خدمت روحيه نوره هم پیاوړې کړي.”
سرچینې همداراز لیکلي چې د سرحدي پولیسو رهبري تل د خپلو منسوبینو د مسلکي، منظم، مسوولامه روزنې هڅې کړې دي.

اړوند خبرونه