ډېر لوستل شوي

هلمند کې د نږدې ۶۰ ټنه توکو د غیرقانوني واردولو مخه نیول شوې 

د هلمند مسوولین وايي، له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د یاد ولایت د مرکز‌ لښکرګاه په ګډون په بهرامچې او رباط ولسوالیو کې د ۵۹ ټنه خوراکي او غیرخوراکي توکو د غیرقانوني وارداتو مخه نیول شوې ده. 

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا توکي په ۱۷ موټرو کې بار وو چې د هلمند د فرعي ګمرکاتو ریاست د اړونده استازولیو ګرځنده ټیمونو له لوري یې د غیرقانوني واردولو مخه نیول شوې ده.

سرچینې لیکلي چې په دغو توکو کې انساني درمل، کېله، لیمبو، مالټې، ماهیان او ګوړه او غیرخوراکي توکي لکه ټوکر شامل وو.

“د یادو موټرو او توکو په تړاو ۳۵  کسان د ګرځنده ټیمونو له لوري نیول شوي چې له لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته ورپېژندل شوي دي.” په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې په یاد ولایت کې تر دې مخکې هم لسګونه هغه کسان نیول شوي چې په غیرقانوني توګه یې د توکو لېږد را لېږد کاوه.

اړوند خبرونه