د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند مجید بن محمد الانصاري د دوحې فورم د ۲۳مې غونډې په څنډه کې د افغانستان لپاره اوزبیکستان له ځانګړي استازي عصمتالله ارګاشیف سره کتلي دي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، دواړو لوریو د دوحې او تاشکند تر منځ پر دوه اړخیزو اړیکو، همداراز د افغانستان په اړه د همغږۍ او همکاریو پر پیاوړتیا تفصیلي خبرې کړي دي.
دغې لیدنې د سیمهییزو همکاریو د پراختیا او د افغانستان اړوند موضوعاتو په اړه د ګډو هڅو د دوام په موخه ترسره شوې ده.

