ډېر لوستل شوي

د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان په سرحدي سيمو کې له نويو جوړو شويو پوستو ليدنه کړې

د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان مولوي محمد ایوب خالد د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ نیمروز ولایت ته سفر کړی او د یاد قول اردو اړوند په سرحدي سيمو کې يې له نويو جوړو شويو پوستو ليدنه کړې ده.
د يادې قول اردو د رسنيو دفتر په وينا، ښاغلي خالد د دې ليدنې پر مهال د اتمې خالد بن ولید سرحدي لواء قوماندان ته سپارښتنه کړې چې سرحدي پوستو ته د غځېدليو سړکونو د اوار کارۍ چارې په بېړنۍ توګه پیل کړي.
د خبرپاڼې له مخې، د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان سره په دې سفر کې د قول اردو درستیزوال ملا نصیب‌الله زبیر، د اتمې خالد بن ولید سرحدي لواء قوماندان مولوي عبدالهادي رحماني، خان محمد حاجي اسد او یو شمېر نور مسوولينو ملتیا کړې ده.

اړوند خبرونه