ډېر لوستل شوي

یوه ورځ کې هېواد ته ۶۲۳ افغان کډوالې کورنۍ راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د یکشنبې ورځې راپور ښيي چې هېواد ته له پنځو لارو څخه په یوه ورځ کې ټولټال ۶۲۳ افغان کډوالې کورنۍ، چې ۲۳۴۹ تنه کېږي، هېواد ته راستانه شوي دي.
په دې راپور کې راغلي، د سپين‌بولدک له لارې تر ټولو ډېر ۳۷۶ کډوال داخل شوي چې له دوی څخه ۲۲۶ کورنۍ کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته لېږدول شوي دي.
په تورخم کې ۱۵۲ کورنۍ ثبت شوې چې له ډلې يې ۸۸ کورنۍ نورو ولايتونو ته لېږدول شوې او په ټوله کې ۹۲۴ زره افغانۍ مرستې شوې دي.
د هلمند بهرامچې له لارې ۵۳ کورنۍ راستنې شوې چې ۱۳ کورنۍ یې خپلو سیمو ته لېږدول شوې او ورسره ۹۸ زره افغانۍ مرسته شوې، د اسلام‌کلا له لارې ۲۱ کورنۍ راستنې شوې چې ټولې يې د مالي مرستو تر پوښښ لاندې راغلې او د نیمروز ورېښمو له لارې ۳۰ کورنۍ او ۹۴۷ مسافر هېواد ته داخل شوي چې په دې مسیر کې ۵۳۳ تنو ته د درملنې خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
د ورځې په کچه ټولټال ۳۲۷ کورنۍ (۱۸۱۶ تنه) لېږدول شوي، ۵۱۲ کورنیو مالي مرستې ترلاسه کړي او ۴۴۸ وړیا سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.

اړوند خبرونه