د کابل ښاروالۍ استازی نعمتالله بارکزی وايي، په تېرو پنځو میاشتو کې د هوا د ککړتيا د کمولو په موخه د ښار د کارخونو، حمامونو او هغو لوړپوړو ودانیو سروې ترسره شوې چې مرکز ګرمي لري.
د ښاغلي بارکزي په وینا، د دې سروې په ترڅ کې ۹۵۰ صنفونه مهرلاک شوي، خو له دې ډلې ۷۵۰ صنفونه بېرته پرانستل شوي ځکه چې اړونده پلترونه يې له معیارونو سره سم برابر شوي دي.
نوموړي ډاډ ورکړی چې د کابل ښارولۍ ځانګړي ټيمونه «ماښام او سهار» له لوري څار لري، څو ښار او سيمه د هوا له ککړتيا څخه وغورل شي.

