افغاني سره میاشت وايي چې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د کاپیسا ولایت په یو شمېر ولسوالیو او کلیو کې ۳ زره ۲۶۳ هېوادوالو ته بېلابېل روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې دغو هېوادوالو ته د افغاني سرې میاشتې د روغتیايي کارکوونکو له لوري د معاینې او درملو د ورکړې، ټپونو د پانسمان، واکسینو د تطبیق، خوارځواکۍ، له زېږون وړاندې او وروسته د اړینو روغتیايي مشورو او کورني پلان د تنظیم په برخو کې خدمات وړاندې شوې دي.
افغاني سرې میاشتې تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې زرګونه هېوادوالو ته بېلابېلو روغتیايي خدمات وړاندې کړي وو.

