ډېر لوستل شوي

د «تیکا» ادارې عمومي مرستیال له محمد یوسف وفا سره د پراختیايي پروژو پر تطبیق خبرې کړې

د ترکیې د همکارۍ او همغږۍ ادارې (تیکا) عمومي مرستیال «امید ناجی یورولماز» د بلخ له والي، محمد یوسف وفا سره کتلي دي.
امید راډیو ته د دغه ولایت مقام د رالېږل‌شوې خبرپاڼې له مخې چې دواړو لوریو په بلخ کې د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي د پلار د خانقاه د مرمت او جوړولو او نویو پراختیايي/ کلتوري پروژو پر پلي‌کېدو خبرې کړې دي.
په دې کتنه کې «امید ناجي یورولماز» ویلي چې تیکا په افغانستان کې د پوهنې، کلتور، ټولنې، کرنې او ښوونځیو او روغتونونو د جوړولو په برخو کې ۱۷۰۰ پروژې پلې کړې دي.
بلخوا د بلخ والي، محمد یوسف وفا د ترکیې له مرستو د مننې ترڅنګ غوښتنه کړې چې یاده اداره دې د اوبو رسونې، معیاري روغتونونو، سړکونو، جوماتونو او راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ په برخه کې پروژې پلې کړي.

اړوند خبرونه