ډېر لوستل شوي

یو شمېر ولایتونو کې د نشه‌يي توکو ۳۰ کاروباریان نیول شوي

کورنیو چارو وزارت وایي چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې ۳۰ کسان د نشه‌يي توکو د تولید، قاچاق او خرڅلاو په تړاو نیول شوي دي. 

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې له نیول‌شویو کسانو څخه زرګونه دانې نشه‌یي ګولۍ، الکولي مشروبات، یوه اندازه چرس او تریاک ترلاسه شوي دي.

سرچینې لیکلي، دا کسان د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې پولیسو په خوست، بامیان، فاریاب، بدخشان، تخار، پنجشېر، کاپیسا، بلخ، لغمان، کندز، میدان وردګ او پروان ولایتونو کې نیولي چې له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي. 

د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌یي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی او له تېرو څلورو کلونو راهیسې په دې تړاو سلګونه کسان نیول شوي هم دي.

اړوند خبرونه