ډېر لوستل شوي

د متحده عربي اماراتو سفیر د پولیو او ساري ناروغیو د کنټرول په ‏برخه کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړی

د ا.ا عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي د متحده عربي اماراتو له سفیر «سيف محمد الکتبي» سره په کتنه کې پر بېلابېلو مسایلو خبرې کړې دي.
د روغتیا وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه کې د متحده عربي اماراتو له لوري د مور او ماشوم لپاره د لس روغتیایي مرکزونو جوړولو، هرات ولایت ته د هیموډیالیز ماشینونو سپارلو او جوزجان او فاریاب ولایتي روغتونو ته د درملو پر همکارۍ خبرې شوې دي.
سرچینې لیکلي چې په دې کتنه کې همداراز د کابل شیخ زاید تخصصي روغتون روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې، پکتیا ولایت کې د نوي روغتون جوړولو، د پولیو ناروغۍ لپاره د ګډو هڅو او د دواړو هېوادونو ترمنځ په روغتیايي برخه کې د دوامداره همکاریو په اړه هم بحث شوی دی.
بلخوا د متحده عربي اماراتو نوي سفیر ویلي چې په افغانستان کې به د پولیو او ساري ناروغیو د کنټرول ‏په برخه کې بشپړه همکاري او مرسته کوي.

اړوند خبرونه