د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رييس سید کریم هاشمي په مزارشریف ښار کې د «افغان–امریکا» ګډې سوداګرۍ خونې له رييس جیفري ګرایکو سره کتلي دي.
ياده خونه وایي، په دې لیدنه کې ښاغلي هاشمي د افغانستان د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د ګډو همکاریو پر پیاوړتیا او له بېلابېلو هېوادونو سره د ګډو سوداګریزو خونو پر جوړولو ټینګار کړی دی.
هغه همداراز د نړیوال بانک او د اسیا پراختیایي بانک له لوري د افغانستان د خصوصي سکتور، په ځانګړې توګه د کوچنيو او منځنیو سوداګریو د ملاتړ په برخه کې د نويو همکاریو یادونه او ټینګار یې کړی چې دغه مرستې باید د سوداګرۍ خونې په همغږۍ مستحقو متشبثینو او واقعي سوداګرو ته ورسېږي.
د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د خصوصي سکتور د بانکي ستونزو، د سوداګرو د پیسو د لېږد او د چابهار بندر د کارونې په اړه هم خبرې شوې، چې د افغان–امریکا ګډې خونې د هر اړخیزې همکارۍ په تړاو ژمنې شوې دي.

