ډېر لوستل شوي

روزګان کې خونړۍ ترافیکي پېښه؛ د یوې کورنۍ دریو کسانو ژوند بایللی

نن سهار د روزګان ولایت د چنارتو او خاص روزګان ولسواليو ترمنځ د یو موټر چپه‌کېدو په پېښه درې کسان مړه او پنځه نور ټپيان شوي دي.
امید راډیو ته د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ په رالېږل‌شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پېښه نن (شنبې، لیندۍ ۲۲مه) سهار مهال شوې او د یوې کورنۍ درې کسان پکې مړه شوي دي.
د مسوولینو په وینا چې په مړو شویو کې یوه ښځه او دوه ماشومان شامل دي او ټپيان د درملنې په موخه روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.
له تېرو څو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي.
بلخوا د اسلامي امارت بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.

اړوند خبرونه