ډېر لوستل شوي

په ۱۶ ولایتونو کې د واورین او باراني ورښت اټکل شوی

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې سبا په ۱۶ ولایتونو کې د واورې، باران او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
د دې ادارې په خبرپاڼه کې ویل شوي چې سبا (یکشنبې، لیندۍ ۲۳مه) په بدخشان، بلخ، بامیان، غزني، میدان‌وردګ، دایکنډي، روزگان، زابل، کندهار، جوزجان، سرپل، فاریاب، فراه، غور او بادغیس ولایتونو کې د ورښت اټکل شته.
سرچینې لیکلي چې په یادو ولایتونو کې د باران کچه له ۱۰ تر ۲۵ ملي مترو او د واورې کچه له ۱۰ تر ۳۰ سانتي مترو پورې اټکل کېدای شي.
د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې همداراز د سالنګونو په ګډون په مرکزي او سویلو ایالتونو کې د تېزو بادونو د پېښېدو خبرداری هم ورکړی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۹۰ کیلو مترو پورې اټکل کېږي.

اړوند خبرونه