ډېر لوستل شوي

غزني کې د ګاز نیونې له امله دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی

د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په «ناني» کلي کې د ګازو د بخارۍ له امله یوې مېرمن او خاوند خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ياد ولايت د رسنيو دفتر وايي، دا پېښې تېره شپه په داسې مهال رامنځته شوې چې دوی د خپلې کوټې ګرمولو لپاره د ګازو بخارۍ په بې‌احتياطۍ سره کارولې ده.

همداراز، د شنبې په شپه هم د غزني ښار د پښتون‌آباد په سیمه کې ورته پېښې د يوې مېرمنې او خاوند ژوند اخېستی دی. د غزني امنیه قوماندانۍ پېښتو ته د رسېدو مدیریت له خلکو غوښتي، چې د ژمي په موسم کې د ګازو او نورو تودوونکو وسایلو د کارولو پر مهال لازم احتیاطي تدابیر مراعت کړي، څو د ورته پېښو مخنیوی وشي.

اړوند خبرونه