کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې له تېرې یوې اوونۍ راپدېخوا د هرات ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۵۵ کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا کسان د هرات امنیې قوماندانۍ پولیسو له لوري د کشفي او اپراتیفي عملیاتو پرمهال د وسایطو غلا، د سرو زرو غلا، غیرقانوني وسلو لېږد او نورو جنایي جرمونو په تړاو نیول شوي دي.
سرچینې لیکلي چې له نیولشویو کسانو څخه ۱۸ بېلابېل وسایط، ۱۱ تلیفونونه او ۶۴۱ زره ۵۰۰ افغانۍ هم ترلاسه او بېرته خپلو اصلي مالکانو ته سپارل شوې دي.
“نیول شوي کسان د سازمان شویو غلو د ګروپونو له ډلې څخه دي چې د هرات ولایت په بېلابېلو سیمو کې به یې غلاوې کولې.”
د ویلو ده چې تر دې مخکې هم د پلازمېنې کابل په ګډون په ځینو ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو سلګونه کسان نیول شوي او اړوندو ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.

