ډېر لوستل شوي

يوه ورځ کې له زرو ډېرې افغان کډوالې کورنۍ راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون دارالانشاء راپور ورکړی، چې په تېره يوه ورځ کې هېواد ته له بېلابېلو لارو ۱ زر او ۱۴ افغان کډوالې کورنۍ راستنې شوې او ورته اړین خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
د ياد کمېسيون د راپور پر بنسټ، دا شمېر کورنۍ چې ۵ زره او ۵۸۹ تنه کېږي د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، اسلام‌کلا او ورېښمو له لارو راستانه شوي او ۱۰۸۳ کورنۍ چې ۵۹۲۴ تنه غړي لري، خپلو اصلي ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي.
سرچينې په وينا، له راستنو شويو کډوالو سره د مالي مرستو، ټرانسپورټي اسانتیاوو، روغتیايي خدمتونو، خوراکي توکو او مخابراتي اسانتیاوو په ګډون بېلابېل خدمتونه ترسره شوي، چې په ترڅ کې یې ۹۰۰ کورنیو نغدي مرسته ترلاسه کړې او ۱۱۱۹ وړیا سیمکارتونه وېشل شوي دي.
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وایي، د کډوالو د ثبت، لېږد او خدمتونو بهیر به د اړوندو کمېټو له لوري په منظم ډول دوام ولري.

اړوند خبرونه