ډېر لوستل شوي

تېره اوونۍ د وسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۶۳ زره مټریک ټنه انتقالات شوي

د ټولګټو وزارت خبر ورکړی چې تېره اوونۍ د یاد وزارت د وسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۳ زره ۴۳۷ مټریک ټنه توکي وارد او صادر شوي دي.
د دغه وزارت ویاند، محمد اشرف حق‌شناس په اېکس‌پاڼه لیکلي چې د حیرتان بندر له لارې ۱۱۷ زره ۲۱۳ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۳ زره ۳۰۴ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۸ زره ۸۳۸ ټنه او د خواف–هرات له لارې ۱۴۰۸۲ ټنه انتقالات شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: “د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي. په تیره اوونۍ کې ۲۰۲ ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې د انار جوس دي.”
د ښاغلي حق‌شناس په وینا، هر څومره چې د وسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات ترقۍ او ځان‌بسياينې ته لار هواریږي.

اړوند خبرونه