ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالسلام حنفي: پوهنتونونه د هېواد د پرمختګ په برخه کې مهم رول لوبوي

د ریاست الوزرا اداري مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي نن د ابن سینا خصوصي پوهنتون له مسوولینو سره کتلي او پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې شوې دي.
د ارګ په خبرپاڼه کې د مولوي عبدالسلام حنفي له قوله لیکل شوي چې اسلامي امارت د باکفیته زده‌کړو او مناسبې تحصیلي فضا رامنځته‌کولو ته ژمن دی او پوهنتونونه او علمي مرکزونه د هېواد د پرمختګ په برخه کې مهم رول لوبوي.
اداري مرستیال همداراز ټینګار کړی چې پوهنتونونه او علمي مرکزونه دې محصلینو ته د ښو او باکفیته علمي خدماتو د وړاندې کولو په موخه ټاکل شوي معیارونه په پام کې ونیسي.
بلخوا د یاد پوهنتون مسوولینو ویلي چې ابن سینا پوهنتون د هیواد د علمي ټولنې د یو غړي په توګه ځان د اصولو، مقرراتو او معیارونو تابع ګڼي او د ظرفیتونو لوړولو په برخه کې به خپلې ټولې هڅې ترسره کړي.

اړوند خبرونه