ډېر لوستل شوي

د افغانستان تر ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ لوبډله نن له نیپال سره مخامخېږي

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرېکټ تر ۱۹ کلنو کم عمره لوبډله نن له خپل سيال نیپالي لوبډلې سره لوبه ترسره کړي.
دغه لوبه د اسیا تر ۱۹ کلنو کم عمره کرېکټ جام سیالیو په لړ کې ترسره کېږي، چې کوربه‌توب یې متحده عربي امارات کوي.
افغانستان په «ب» ګروپ کې له بنګله‌دېش، نیپال او سرېلانکا سره یوځای دی، په داسې حال کې چې په «الف» ګروپ کې هند، پاکستان، متحده عربي امارات او مالیزیا شامل دي.
دا د افغانستان د لوبډلې په روانو سیالیو کې درېیمه لوبه ده؛ افغان لوبډلې تر دې وړاندې له بنګله‌دېش او سرېلانکا سره لوبې کړي، خو دواړه یې بایللې دي.

اړوند خبرونه