د لغمان مسوولین وایي، د یاد ولایت په «قرغیو» ولسوالۍ کې د ۲۱٫۵ میلیون افغانیو په ارزښت د یو عصري سوداګريز او استوګنیز مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې دي.
امید راډیو ته د دغه ولایت مقام د رسنیو دفتر په رالېږلشوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا عصري سوداګریز او استوګنیز مرکز په «سرخکانو» ښارګوټي کې د ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه جوړېږي.
په خبرپاڼه کې د قرغیو ولسوالۍ ښاروال، خالد شریفي له قوله راغلي چې دا درې پوړیز سوداګریز مرکز به د ښاروالۍ له داخلي بودیجې څخه د یو کال په موده کې جوړ شي.
د نوموړي په وینا چې دا پروژه به سوداګرو ته په بېلابېلو برخو کې د فعالیت زمینه برابره کړي او د سیمې اقتصادي وضعیت به ورسره ښه شي.

