د اسلامي امارت ملي دفاع وزارت رهبرۍ د رسنیو له مسوولینو او د سیاسي او نظامي چارو له شنونکو سره د همغږۍ غونډه کړې ده. په دې غونډه کې د وسلهوال پوځ لوی درستیز، قاري محمد فصیحالدین فطرت له امنیتي ځواکونو سره د رسنیو همغږي او د دوی «ملي دریځ» ستایلی، او پر بېلابېلو مسایلو یې خبرې کړې دي.
لوی درستیز د وینا پرمهال ویلي چې وسلهوال پوځ په اسلامي روحیه سمبال دی او شپه ورځ د هېوادوالو خدمت کوي.
قاري محمد فصیحالدین فطرت د پخوانیو اردو تشکیلاتو د ړنګېدو لاملونه هم په ګوته کړي او ویلي یې دي چې د هغوی تر شا د سپېڅلو اهداف او ملي روحیې پرځای «اغراض» او ځانګړې موخې شته وې.
هغه ویلي، کوم ملتونه چې پخپلو پښو نه وي ولاړ او په بل چا تکیه وي، که څه هم وده وکړي، خو په وینا یې بیا هم وړاندی تګ نشي کولای.
“اوسنی اسلامي ملي پوځ د ولس له منځه راټوکېدلی او د خلکو کلک ملاتړ ورسره دی. اسلامي ملي اردو سپېڅلي او ملي اهداف لري او شپه ورځ د خلکو خدمت کوي. په تېرو څلورو کلونونو کې زموږ ملي اسلامي اردو ځواکونو د هیواد په دفاع او ساتنه کې هیڅ ډول دریغ نه دی کړی زموږ اردو اوس پخپلو پښو ولاړه ده.”
د وسلهوال پوځ لوی درستیز همداراز ویلي چې اسلامي ملي اردو د هېواد ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت څخه د دفاع ترڅنګ د بېلابېلو پېښو پرمهال هم د هېوادوالو لاسنیوی کړی او له هغوی سره یې د زلزلو، سېلابونو، راستنېدونکو کډوالو مدیریت، د لارو جوړولو او پرانیستلو په برخو کې هم اوږه په اوږه همکاري کړې ده.
نوموړي د پنجشېر – نورستان سړک او نور بېلابېلو لارو رغولو ته په اشارې ویلي چې اسلامي ملي اردو د عامه خدماتو او ځپلشویو کسانو ته د بېړنیو مرستو په رسولو کې هم بېړني اقدامات کړي او لا به هم په دې برخه کې خپلو هڅو ته ادامه ورکوي.
قاري محمد فصیحالدین فطرت پر دې سربېره یادونه کړې چې اسلامي ملي اردو د نشهيي توکو د لېږد مخنیوي او له ناقانونه وسلهوالو څخه یې د وسلهوالو راټولولو په برخه کې فعالیت کړی او لا به هم په دې برخه کې هڅې کوي.
د وسلهوال پوځ لوی درستیز له تېرو څو کلونو راهیسې په بېلابېلو قولاردوګانو کې د وسلو او نظامي وسایطو بیاترمیم په برخه کې د اسلامي اردو رول ته اشارې کړې او د اسلامي پوځ په لیکو کې یې د مسلکي او تخنیکي کسانو هڅې ستایلې دي.
د ملي دفاع وزارت رهبرۍ او د رسنیو استازو ترمنځ په دې غونډه کې له پاکستان سره د وروستیو ترینګلتیاوو په اړه هم خبرې شوې او قاري محمد فصیحالدین فطرت په دې برخه کې د اسلامي ملي اردو قاطع دریځ او د جګړې پرمهال د رسنیو له رول هرکلی کړی دی.
د وسلهوال پوځ لوی درستیز په وینا چې د تېرې ادارې پرمهال پر اسلامي امارت د «پاکستان» ټاپه لګېدلې وه، خو ټینګار یې کړی چې له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د دفاع په برخه کې له اسلامي ملي اردو سره یوځای د امنیتي ځواکونو وروستی قاطع دریځ دا ټول شکونه او ناسمې ادعاوې له منځه وړې دي.
“اسلامي ملي اردو هېچاته د افغانستان پر خاوره د تېري اجازه نه ورکوي، او نه څوک پرېږدي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد پر ضد وکارول شي.”
قاري محمد فصیحالدین فطرت د خبرو پرمهال دا هم ویلي چې اسلامي ملي اردو په سرحدونو کې پوستې جوړې کړې او همداراز یې لسګونه سرحدي پوستې د سړکونو په وسیله سره وصل کړې هم دي.
نوموړي د اسلامي ملي اردو پر جوړښت هم غږېدلی او ویلي یې دي چې د تېرې ادارې ګڼشمېر کسان د ملي دفاع وزارت په بېلابېلو برخو کې دندې ترسره کوي.
بلخوا په دې غونډه کې د ملي دفاع وزارت ویاند، عنایت الله خوارزمي هم د اسلامي ملي اردو د فعالیتونو په اړه ورته څرګندونې کړې او له رسنیو سره یې پر وخت د اطلاعاتو شریکولو په اړه ډاډ څرګند کړی دی.
ښاغلي خوارزمي د رسنیو ارزښت ته په اشارې ویلي چې ملي دفاع وزارت له رسنیو سره د اطلاعاتو پر وخت شریکولو هڅې کوي.
مولوي عنایت الله خوارزمي ویلي چې د اسلامي ملي اردو ځواکمنتیا وښوده چې له پاکستان سره پر فرضي کرښه په یو وخت، واحده قومانده او همغږۍ یې انتقامي عملیات پیل او پای ته ورسول چې په وینا یې دا د اسلامي اردو د ښې همغږۍ او چټکو اقداماتو ښکارندويي کوي.

