ډېر لوستل شوي

کابل کې د هند په همکارۍ د سنتي طب انسټېټيوټ او څېړنيز مرکز جوړېږي

د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په کابل کې به د هند په همکارۍ د سنتي طب انسټېټيوټ او څېړنیز مرکز جوړ شي.

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د خپل رسمي سفر پر مهال په هند کې د طبیعي، یوناني او دودیز طب له وزیر پرتاپراو جادف سره لیدلي او پر یاد انسټېټيوټ، د متخصصینو پر روزنه، د هوکړه‌ليک پر لاسلیک او دوه‌اړخیزو همکاریو یې خبرې کړې دي.

د عامې وزارت د خبرپاڼې له مخې، ښاغلي جلالي په يادو برخو کې د هند تجربه ارزښتناکه بللې او په هېواد کې يې د سنتي طب معياري کول يوه جدي اړتيا ياده کړې ده.

بل‌خوا، هندي لوري ژمنه کړې چې د انسټېټيوټ او څېړنیز مرکز د جوړولو، تعلیمي نصاب د پلي کولو او نورو اړینو برخو کې به له افغانستان سره هر اړخیزه همکاري کوي.

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د افغانستان د عامې روغتیا وزیر په نوي ډيلي کې له خپل هندي سیال سره پر روغتیايي همکاریو خبرې کړې وې.

اړوند خبرونه