د روزګان امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیریت منسوبینو په مرکز ترینکوټ کې د ۳۵۰ زره افغانیو په ارزښت له کوره غلا شوي سره زر بېرته تر لاسه کړي دي.
د يادې قوماندانۍ د رسنيو دفتر وايي، دا سره زر له یوه کوره غلا شوي و او د خرڅلاو په موخه زرګر ته وړل کېده، چې د امنیتي ځواکونو د پلټنو په پایله کې ترلاسه شوي دي. سرچینې زیاته کړې، چې د پېښې عامل له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوی دی.

