ډېر لوستل شوي

د کانکورس توغندي له زده‌کړو د ۲۳ منسوبینو فراغت؛ “له سرحداتو په بشپړه زړورتیا دفاع وکړئ”

د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی، چې د ستر درستیز په توپچي ریاست کې د (9M135) کانکورس رهبري شوي توغندي د څلورمې دورې له یو میاشتني عملي او نظري زده‌کړو څخه د سرحدي قطعاتو او ځانګړي ځواک ۲۳ تنه ځوان منسوبین فارغ شوي دي.
ياد وزرات وايي، مسوولینو له نويو فارغانو غوښتي چې د هېواد له سرحداتو څخه په بشپړه زړورتیا دفاع وکړي، د بیت‌المال وسلو ته لازمه پام‌لرنه وکړي او خپل ماموریتونه په پوره دقت ترسره کړي.
فارغو منسوبینو هم د ورسپارل شویو مسوولیتونو د سم ادا کولو ډاډ ورکړی، او غونډه د بریلیکونو په وېش سره پای ته رسېدلې ده.
د ويلو ده، چې دا مراسم د توپچي رييس ملا رحمت‌الله ناظم، د جلب او جذب قوماندان مولوي تراب‌الهادي طیب عمر، د رهبري شویو مرمیو استاد ملا صدیق‌الله مستري او د ملي دفاع وزارت د یو شمېر مسوولینو په حضور کې ترسره شوي دي.

اړوند خبرونه